امنیتي چارواکي وایي، د غزني ولایت د مرکز، واغز، دې یک، آب بند او زنخان ولسوالیو په اړوندو کې یې تېره شپه پر دولتي تاسیساتو او امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو ډله يیز بریدونه پر شا تمبولي، چې په پایله کې یې تر اوسه ۱۵ وسله والو او ۱۰ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوی دغه راز د طالبانو په لاس د غزني ولایت د واغز ولسوالۍ سقوط ردوي او وایي، چې هلته اوس هم د دواړو لورو تر منځ جګړه روانه ده.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل کلید ته وویل، چې ګڼ شمېر وسله والو تېره شپه د غزني ښار د دویمې او درېیمي امنیتي حوزې په اړوندو کې د پولیسو او عامه نظم پر پوستو، د واغز ولسوالۍ پر مرکز او په زنخان او دې یک ولسوالیو کې یې هم د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي وو.
نوموړی وایي، یاد ټول بریدونه د امنیتي ځواکونو لخوا پر شا تمبول شوي او د شویو نښتو په پایله کې د دولت ۱۵ تنه وسله وال مخالفین او ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او د لسګونو وسله والو په ګډون ۷ تنه امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.
امرخېل زياته کړه،(( د وسله والو هغه ادعا دروغ ده، چې ګواکې تېره شپه يې د غزني ولايت د واغز ولسوالۍ نیولې ده، په یاده ولسوالۍ کې د تېرې شپې له نهو بجو راهیسې زموږ او وسله والو تر منځ جګړه اوس هم روانه ده.))
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم کلید ته په را استولي ټلیفوني پیغام کې ادعا کړې، چې وسله والو یې نن سهار وختي د غزني ولایت د واغز ولسوالۍ مرکز نیولی او په ترڅ کې یې ګڼ شمېر امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.
مجاهد زياتوي، وسله والو یې په دغه ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو اړوند دوه ټانګونه له منځه وړي او د دوه ټانګونو په ګډون یې د امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر وسلې او پوځي مهمات هم لاس ته ورغلي دي.
خو د غزني امنیې قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل د مجاهد دغه ادعا رد کړه.


