وسله والو د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې پر کابل بانک ډله يزه حمله کړې ده.
ويل کېږي چې دا بريد هغه مهال رامنځ شو کله چې دولتی مامورين په معاشونو اخيستولو بوخت وو.
تراوسه پورې د مرګ ژوبلو په اړه راپور نه دی ترلاسه شوی خو وېره ده چې زياته مرګ ژوبله به يې اړولي وي.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې بريد په اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو تر دې وړاندې هم پر بانکونو او نورو عام المنفعه تاسيساتو بريدونه کړي دي چې زياتو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .


