د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، خوګیاڼو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د نظامي لباس څخه په ګټې اخیستنې په یوه کور کې دوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ د مملې په سیمه کې له نظامي لباس څخه په ګټې اخیستنې وسله والو طالبان یوه کور ته دننه شوي او د یاد کور یو تن یې وژلی او یو یې ټپي کړی دی.
سرچینه وایي، وسله والو له یاد کور څخه سره زر، تاریاک او یو شمېر نور توکي هم له ځان سره وړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د پېښې ټپي شوی سړی اوس مهال د ننګرهار په سيمه ييز روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
تر اوسه پورې د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


