د امريکا په يو شمېر ښارونو کې د سخت باراني طوفان او واورې ورېدنې له كبله خلكو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
د امريکا شمالي ډينور سيمه کې څو اينچه واوره ورېدلې، چې د لويو لارو ټولې ونې يې نړولي، د ټرافيکو پر مخ لارې تړل شوي او يو شمېر سيمو کې ښوونيزې ادارې رخصت اعلان شوې دي.
په ورته وخت کې له ټينسي ايالت څخه زرګونه کورنۍ نورو سيمو ته انتقال کړاى شوي، چې د سېلاب له كبله يې ګڼ شمېر کورونه او فصلونه له منځه تللي دي.
تراوسه د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د هوا پېژندنې ادارې د نورو بارانونو او واورو ورېدو اټکل کړى دى.


