ads

يوه سيمه ييز پوليس خپل پنځه ملګري وژلي

د ننګرهار د غني خيلو ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي، د سيمه ييزو پوليسو په يوه پوسته کې يوه سيمه ييز پوليس خپل پنځه ملګري وژلي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 غویی 1396
يوه سيمه ييز پوليس خپل پنځه ملګري وژلي

د ننګرهار د غني خيلو ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي، د سيمه ييزو پوليسو په يوه پوسته کې يوه سيمه ييز پوليس خپل پنځه ملګري وژلي دي.

د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب مومند کليد ته وويل، چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ مارکو بازار سره نېږدې د غونډۍ په پوسته کې د نصرت الله په نوم يوه سيمه ييز پوليس خپل پنځه ملګري وژلي او له هغې وروسته له سيمې تښتېدلی دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط کليد ته وويل، چې د پنځو سيمه‌ ييزو پوليسو له وژل کېدو وروسته له يادې پوستې دوه کسه ژوندي وړل شوي، چې په خبره يې يو ممکن بريدګر او بل سيمه ييز پوليس وي.

تر اوسه نه ده مالومه، چې دغه بريدګر پوليس په کومې وسله والې ډلې پورې اړوند و او نه هم کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنيو ته څه ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA