ads

ننګرهار کې ۱۴ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، چپرهار ولسوالۍ کې يې د روانو عملياتو پر مهال د هوايي او توپچي بريدونو له کبله ۱۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 غویی 1396
ننګرهار کې ۱۴ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، چپرهار ولسوالۍ کې يې د روانو عملياتو پر مهال د هوايي او توپچي بريدونو له کبله ۱۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سيلاب قول اردو څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه يې د چپرهار ولسوالۍ په کنډې باغ سيمه کې د روانو عملياتو پرمهال د هوايي او توپچي بريدونو په پايله کې ۱۰ داعش وسله وال وژلي او ۲ نور يې ټپيان کړي دي.
سرچينه وايي، عمليات يې په برياليتوب سره روان دي او افغان ځواکونو ته تر اوسه هيڅ زيان نه دي اوښتي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA