ads

هرات ښار كې د وسله وال بريد له كبله درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هېواد په لوېديځ كې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د روغتون د عملې پر موټر وسله وال بريد كې درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
28 غویی 1396
هرات ښار كې د وسله وال بريد له كبله درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هېواد په لوېديځ كې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د روغتون د عملې پر موټر وسله وال بريد كې درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده كليد ته وويل، نامعلومو وسله والو نن سهار اووه بجې په هرات ښار كې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د روغتون د عملې پر موټر بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او د يوه ملكي وګړي په ګډون دوه تنه ټپيان شوي دي.
ولي زاده زياته كړه، دا بريد د هرات ښار په نهمه ناحيه كې د موټر سايكل سپرو وسله والو له لوري هغه وخت وشو، چې د ياد روغتون كاسټر ډوله موټر د ۲۰۷ ظفر قول اردو په لور روان و.
د نوموړي په خبره، پوليسو د پېښې د عاملينو د پېژندنې او نيولو لپاره هڅې پيل كړې دي.
د بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA