ads

لغمان كې د سېلاب پنځه په نوم عمليات دوام لري

په لغمان ولايت کې پرون د سېلاب پنځه په نوم د افغان ګډو ځواکونو د تصفيوي عملياتو په درېيمه ورځ د دولت ۲۱ وسله وال مخالفين ووژل شول.

نویسنده: sarwan
28 غویی 1396
لغمان كې د سېلاب پنځه په نوم عمليات دوام لري
Afghan Commandos from the Sixth Commando Kandak practices infiltration techniques using the Afghan National Army Air Corps Mi-17 helicopter on April 1 at Camp Morehead in the outer regions of Kabul. The training was in preparation for future air assault missions needed in order to disrupt insurgent activity and bring stability to the population and the region.

په لغمان ولايت کې پرون د سېلاب پنځه په نوم د افغان ګډو ځواکونو د تصفيوي عملياتو په درېيمه ورځ د دولت ۲۱ وسله وال مخالفين ووژل شول.
د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په پرونيو عملياتو كې نوره، قصبه، ګمبه، سلينګار او بديع اباد کلي تصفيه او ترڅنګ يې د علينګار ولسوالۍ په بصرام، شهيد بابا، شهباز قلعه، قلعه تک او حيدر غر سيمو کې عمليات دوام لري.
سرچينه زياتوي، چې په يادو عملياتو کې د ۲۱ وسله والو د وژل کېدو ترڅنګ د مخالفينو دوه عرادې پيکپ موټرونه، ۸ عرادې موټر سايکلونه او يو ميل هاوان ويجاړ او له منځه وړل شوي دي.
د سرچينې په خبره، په دغو عملياتو کې افغان ګډو ځواکونو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى، په لوړ مورال او بشپړې همغږۍ پر مخ روان دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA