ads

كندهار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي

د كندهار امنيتي چارواكي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولايت په شمالي ولسوالۍ ميانشين کې د پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي، چې په مهال يې سختې جګړې شوې دي.

نویسنده: sarwan
28 غویی 1396
كندهار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي

د كندهار امنيتي چارواكي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولايت په شمالي ولسوالۍ ميانشين کې د پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي، چې په مهال يې سختې جګړې شوې دي.
جګړې د ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې تېره شپه شاوخوا لس بجې شوې دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ د وياند ضياء دراني په وينا، د دواړو لورو ترمنځ په جګړو کې اته وسله وال وژل شوي، څوارلس نور ټپيان دي او امنيتي ځواكونو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ميانشين د کندهار شمالي ولسوالي ده، چې له څه مودې راهيسې بيا ناامنه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA