ads

کامه کې د زده کوونکو پر مخ تړلي ښوونځي بېرته پرانيستل شول

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ ښوونکو د قومي مشرانو په منځګړيتوب تر ژمنې كولو وروسته نن سهار په دې ولسوالۍ تړل شوي ښوونځي بېرته د زده كوونكو پر مخ پرانيستل.

نویسنده: sarwan
27 غویی 1396
کامه کې د زده کوونکو پر مخ تړلي ښوونځي بېرته پرانيستل شول

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ ښوونکو د قومي مشرانو په منځګړيتوب تر ژمنې كولو وروسته نن سهار په دې ولسوالۍ تړل شوي ښوونځي بېرته د زده كوونكو پر مخ پرانيستل.
د ولايت مقام د پرېکړې له مخې به ښوونکو ته ښارګوټى په نښه او ورته به د استوګنې په هدف نومرې په واک کې ورکړل شي. د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې د كامې ولسوالۍ قومي مشرانو تېره ورځ په دې اړه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې له والي محمد ګلاب منګل سره وليدل.
منګل وويل، چې ډېر ژر به د يادې ولسوالۍ ښوونکو ته په مناسب ځاى کې ښارګوټى په نښه او په دې برخه كې به د هغوى ستونزه حل شي.
د کامې ولسوالۍ د ښوونکو له لوري د تړل شوو ښوونځيو د بېرته پرانيستلو تر پرېكړې وروسته د ننګرهار د والي په لارښوونه د امنيتي منسوبينو له لوري نيول شوي ۲۰ تنه ښوونکي هم خوشې او قومي مشرانو ته وسپارل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA