ads

چپرهار کې د روانو چاڼيزو عملياتو پر مهال ۴ داعشيان وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وایي، چپرهار ولسوالۍ کې یې د سېلاب څلور پنځم په نوم ګډو چاڼیزو عملیاتو پرمهال ۶ داعش وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو سربېره لسګونه کلي پاک کړي دي.

نویسنده: sarwan
27 غویی 1396
چپرهار کې د روانو چاڼيزو عملياتو پر مهال ۴ داعشيان وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وایي، چپرهار ولسوالۍ کې یې د سېلاب څلور پنځم په نوم د ګډو چاڼیزو عملیاتو پرمهال ۶ داعش وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو سربېره لسګونه کلي پاک کړي دي.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې تېره ورځ سهار یې د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د سېلاب څلور پنځم په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیل کړي، چې د توپچي بریدونو او د سرې کلا په سیمه کې د نښتې پرمهال یې ۴ وسله وال وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.
نوموړی وایي، په یادو عملیاتو کې یې ۱۱ کلي د وسله والو له شتونه هم پاک کړي دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA