ads

ننګرهار کې پر ملي راډيو ټلويزيون ډله ييز بريد پای ته ورسېد

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې د ننګرهار په ملي راډيو تلويزيون د وسله والو ډله ييز بريد د درېيو بريدګرو په وژلو سره پای ته رسېدلی دی.

نویسنده: sarwan
27 غویی 1396
ننګرهار کې پر ملي راډيو ټلويزيون ډله ييز بريد پای ته ورسېد

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې د ننګرهار په ملي راډيو تلويزيون د وسله والو ډله ييز بريد د درېيو بريدګرو په وژلو سره پای ته رسېدلی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې شاوخوا لس نيمې بجې درېيو بريدګرو د ملي راډيو تلويزيون په ودانۍ بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې دوه تنه امنيتي سرتېري او يو تن د ملي راډيو تلويزيون کارکوونکی وژل شوي اولس تنه نور ټپيان دي.
په سيمه کې د کليد خبريال اسدالله دولتزي وويل، چې امنيتي ځواکونو دټلويزيون ودانۍ ته داخل شوي او تصفيه روانه ده.
په څو شېبو کې به امنيتي چارواکي د ياد بريد په اړه بشپړ جزيات له رسنيو سره شريک کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA