په ننګرهار کې په ودونو کې د زيات لګښت د مخنيوي په هدف جوړ شوى درې ورځنی کنفرانس پای ته ورسېد .
د دې ولايت سرپرست مرستيال والي او برحاله مستوفي محمد علم اسحاقزي د ودونو په مهال زيات لګښت د نورو فرهنګ وباله او له پوهنې رياسته يې وغوښتل، چې د ښوونځيو له لارې خلک د زيات لګښت له زيانونو خبر کړي.
اسحاقزي له ځوانانو هم وغوښتل، چې د پردي کلتور له ترويجه دې لاس واخلي او هغه ارزښتونه دې خپل کړي، چې د اسلام مبارک دين او افغانيت يې غوښتنه کوي .
ديني عالمان وايي، چې په اسلام کې له اسراف کولو منع راغلې او د ودونو په مهال د لوړو لګښتونو هېڅ جواز موجود نه دی.
دوی پر کورنيو غږ کوي، چې د رواجونو پر ځای دې شرعي احکامو ته مخه کړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د ودونو په وخت د زيات لګښت مسئله د خلکو د پوره پام وړ ګرځېدلې او سخت يې اندېښمن کړي دي.


