ټاكل شوې د هېواد د ملي امنيت شورا ډېر ژر د افغان – ترك ښوونځيو د برخليك په اړه پرېكړه وكړي.
كه څه هم مخكې تر دې د پوهنې وزارت ويلي و، چې د يادو ښوونځيو مديريت به له فتح الله ګولن څخه د تركيې دولت ته وسپارل شي، خو تراوسه دا كار عملي شوى نه دى.
په تركيه كې د تېر كال له ناكامې كودتا وروسته انقرې پرېكړه وكړه، چې د دې هېواد له پولو بهر به تركي ښوونځي وتړي، چې په افغانستان كې افغان – ترك ښوونځي هم په كې شامل دي.
له تركيې بهر د دې هېواد ښوونځي د فتح الله ګولن د سياسي جريان له لوري تمويل او مديريت كېږي، خو انقره ګولن د تېر كال د ناكامې كودتا اصلي طراح بولي.
د افغان – ترك ښوونځيو د ځينو زده كوونكو كورنيو پرون د دې ښوونځيو د احتمالي تړل كېدو په اړه اندېښنه څرګنده كړه او له پخواني جمهور رئيس حامد كرزي سره په ليدنه كې د يادو ښوونځيو د تړل كېدو د مخنيوي غوښتونكې شوې.
دا په داسې حال كې ده، چې تر دې وړاندې د تركيې لومړي وزير د جمهور رئيس محمد اشرف غني له لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم سره د ليدنې په مهال ژمنه كړې وه، چې انقره به د افغان – ترك لېسو په مديريت كې په بدلون راوستو له افغانستان سره د زده كړې برخه كې خپلې مرستې ته دوام وركړي.


