لغمان: د سېلاب په نوم عملياتو کې ۵۰ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وایي، لغمان ولایت کې یې د روانو سېلاب یو پنځم نمبر عملیاتو پرمهال د هوایي او توپچي بریدونو له امله ۵۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.