ads

لغمان: د سېلاب په نوم عملياتو کې ۵۰ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وایي، لغمان ولایت کې یې د روانو سېلاب یو پنځم نمبر عملیاتو پرمهال د هوایي او توپچي بریدونو له امله ۵۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: sarwan
27 غویی 1396
لغمان: د سېلاب په نوم عملياتو کې ۵۰ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
QALAT, Afghanistan- An artilleryman from the Afghan National Army's 205th Corps fires a round from a D-30 artillery piece during an indirect fire support mission.The D-30 is part of a three-gun battery at Forward Operating Base Wolverine in Zabul provinnce. (U.S. Army photo by Sergeant 1st Class David Trice) (RELEASED)

د ملي اردو چارواکي وایي، لغمان ولایت کې یې د روانو سېلاب یو پنځم نمبر عملیاتو پرمهال د هوایي او توپچي بریدونو له امله ۵۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې له تېرو دوه ورځو راهیسې یې د لغمان ولایت مرکز او الینګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو په مشرۍ له نورو اړوندو ارګانونو سر د سېلاب یو پنځم نمبر په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیل کړي، چې تېره شپه په دې عملياتو کې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
نوموړی وایي، په دغو عملیاتو کې یې له وسله والو ګڼ شمېر وسلې او ۲۵ عرادې موټر سايکلونه هم نیولي دي.
فقیري زیاتوي، په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA