ads

جلال اباد کې د ملي ټلويزيون پر ودانۍ وسله وال بريد شوی

څو شېبې وړاندې د ننګرهار ولايت مركز جلال اباد ښار كې د ملي راډيو ټلويزيون ودانۍ ته وسله وال ځانمرګي بريد كوونكي ننوتي او اوس مهال له امنيتي ځواكونو سره پر جګړې بوخت دي.

نویسنده: sarwan
27 غویی 1396
جلال اباد کې د ملي ټلويزيون پر ودانۍ وسله وال بريد شوی

څو شېبې وړاندې د ننګرهار ولايت مركز جلال اباد ښار كې د ملي راډيو ټلويزيون ودانۍ ته وسله وال ځانمرګي بريد كوونكي ننوتي او اوس مهال له امنيتي ځواكونو سره پر جګړې بوخت دي.
خبري سرچينې وايي، تراوسه د بريد كوونكو شمېر معلوم نه دى، خو يو تن يې يادې ودانۍ ته تر ننوتو وړاندې خپلو چاودېدونكو توكو ته چاودنه وركړې ده.
په ننګرهار كې د كليد خبريال اسدالله دولتزى وايي، خلك په ځانګړې توګه دوكانداران د سيمې د پرېښودو په حال كې دي.
د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولايت مقام ودانۍ هم د پېښې ځاى ته نږدې ده.
تراوسه د پېښې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي په ډاګه شوي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA