چارواكي وايي، د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د چاودنې له کبله دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه پېښه تېره شپه د حبيب الله په نوم د يو تن په حجره کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
د يو بل خبر له مخې د جلال اباد ښار دويمې ناحيې په مربوطاتو کې د دوو تنو ترمنځ د حقوقي شخړې د رامنځته کېدو له امله يو تن په ډزو سره ټپي شوی او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی دی.
پوليسو د يادو دواړو قضيو په اړه څېړنې پيل کړې دي، خو په تړاو يې تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
همدارنګه په يوه بله پېښه کې د حبيب الله په نوم د يو تن ديارلس کلن وراره د نا څرګندو کسانو له لوري تښتول شوی دی،چې د خوشې کولو په موخه يې د پوليسو لخوا هر اړخيزې پلټنې پيل شوې دي.


