په ننګرهار ولايت كې (په ودونو کې د زيات لګښت د مخنيوي کنفرانس) نن دوهمه ورځ ده او سبا به هم دوام ولري.
مدني ټولنو، د بشري حقونو کمېسيون او د ښځو چارو رياست پرون د ياد كنفرانس په مهال په ودونو کې د لوړو لګښتونو د کمېدو غوښتنه وکړه.
دوی اندېښنه وښوده، چې د لوړو لګښتونو ودونو د پېغلو او ځوانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او هم يې تر واده وروسته د مېرمنو ژوند له کړاوونو ډک کړی دی.
د ننګرهار د ښځو چارو رئيسه انيسه عمراني وايي، چې دغه کنفرانس د ښځو چارو وزارت په لارښوونه پيل شوی، درې ورځې به دوام کوي او په کې به مدني ټولنې، د بشري حقونو مدافعين او ديني عالمان په ودونو کې د لګښتونو د کمولو پر لارو چارو بحث وكړي.
نوموړې زياتوي، په ودونو کې لوړو لګښتونو ډېرې ستونزې رامنځته کړي، چې تر ټولو مهمه يې تر لوړ ولور اخيستونکو ودونو وروسته د مېرمنو د ژوند تريخوالی دی.
ديني عالمان وايي، چې په اسلام کې له اسراف کولو منع راغلې او د ودونو په مهال د لوړو لګښتونو هېڅ جواز موجود نه دی.
دوی پر کورنيو غږ کوي، چې د رواجونو پر ځای دې شرعي احکامو ته مخه کړي.


