په لغمان ولايت كې د افغان ګډو امنيتي ځواکونو عملياتو كې د دولت لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواكونو تېره ورځ د الينګار ولسوالۍ په بصرام، کټل، ميدانيو، حکيم اباد، قصبې او ځينو نورو سيمو کې د سېلاب پنځه په نوم ګډ تصفيوي عمليات پيل کړي، چې تر دې دمه په کې ۱۵ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، چې په وژل شوو او ټپيانو کې د وسله والو مخالفينو يو شمېر مهم غړي هم شامل دي.
د سرچينې په خبره، دغه عمليات به تر هغې دوام وکړي، ترڅو سيمه له وسله والو مخالفينو په بشپړه توګه پاکه او يو شمېر امنيتي پوستې په كې ځاى پر ځاى شي.
د عملياتو په مهال دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


