د ملي اردو چارواکي وايي، لغمان ولايت کې يې د الماس يو په نوم د پيل کړو عملياتو په مهال نن سهار ۱۷ وسله وال طالبان وژلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، له تېرې ورځې راهيسې يې د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ګډ تصفيوي عمليات پيل کړي، چې په ترڅ كې يې نن سهار د نښتې له كبله ۱۷ وسله وال طالبان ووژل شول.
د نوموړي په وينا، دغه عمليات يې په سيمه کې د ډاډمن امنيت راوستلو او د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف په برياليتوب سره روان دي.
فقيري په يادو عملياتو کې د سيمې خلکو او افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې نه اوښتلو خبره کوي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


