ads

د کونړ ولايت د مقام د بشري سرچينو رييس ووژل شو

د کونړ ولایتي چارواکي وایي، پر اسعداباد ښار د غره له سره د راتوغول شوې مرمۍ له کبله ددغه ولایت د بشري سرچينو د رییس په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
26 غویی 1396
د کونړ ولايت د مقام د بشري سرچينو رييس ووژل شو

د کونړ ولایتي چارواکي وایي، پر اسعداباد ښار د غره له سره د راتوغول شوې مرمۍ له کبله ددغه ولایت د بشري سرچينو د رییس په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم کلید ته وویل، چې نن سهار اته نیمې بجې د غره له سره وسله والو طالبانو د مرکز اسعد اباد ښار باندې د هاوان یوه مرمۍ را توغولې، چې د مخابراتو ریاست په انګړ کې د لګېدو سره د ولایت مقام د بشري منابع رییس او یو بل کار کوونکی وژل شوي دي.
نوموړي د ټپیانو په اړه څه ونه ویل، خو له سیمې ځینې سرچینې وایي، چې په یاد برید کې ۴ تنه ټپیان شوي هم دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA