د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نن سهار هرات ښار ته تللى دى.
زموږ خبرياله سميه وليزاده وايي، چې عبدالله د درېيم اقتصادي کنفرانس او نندارتون د پرانيستلو په هدف هرات ته ورغلى دى.
له اجرائيه رئيس سره په دې سفر كې د كابينې يو شمېر وزيران او د ولسي جرګې ځينې غړي هم ملتيا كوي.
ويل كېږي، چې عبدالله به د دې سفر په مهال له بېلابېلو دولتي مسوولينو او ملکي خلکو سره وګوري.


