د هېواد ډېری سيمې په وروستیو کلونو کې د کډوالو او په کور دننه بې ځایه شوو شاهدې وې چې یا له نورو هیوادونو په زور ایستل شوي او یا هم په کور دننه جګړې اړ کړې دي چې خپلې مېنې پرېږدي او بل ځای ته وکوچیږي.
له همدې کبله د دې کورنیو د ماشومانو د ښوونې او روزنې بهیر هم ټکنی شوی او اوس مهال زده كړو ته لاسرسی نه لري.
د دې تر څنګ د پوهنې وزارت د وروستیو شمیرو له مخې اوس هم د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې شاخوا ۱۰۰۰ ښوونځي تړلي دي چې ډېری يې د نجونو دي.
د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېر ۱۳۹۵ لمریز کال کې ۱۱۸ زره او ۹۴۰ کورنۍ د افغانستان له یوې سیمې بلې سیمې ته بې ځایه شوې دي او ورځ تر بلې يې په شمېر کې بدلون راځي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال دغه شمېر ۱۶۸ زره او ۱۱۲ کورنيو ته رسېدلی دی.
ددې وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل کلید ته وویل، په وروستیو کې ډیری بې ځایه شوې کورنۍ د هلمند، کندوز، کندهار، بدخشان، ننګرهار او هرات ولایتونو دي.
هلمند
هلمند چې په تېره يوه لسیزه کې د تودې جګړې ډګر پاتې شوی، ډېری وګړي يې له خپلو مېنو بې ځایه شوي، له همدې کبله يې ماشومان او نجونې له زده کړو بې برخې دي.
ويل کېږي د دغه ولایت جګړه تر ډېره د مخدره توکو د کاروباريانو له لوري تموېلېږي او پوکی ورته وهل کېږي. د نورو بې ځایه شوو تر څنګ د هلمند له مارجې ولسوالۍ ګڼې کورنۍ مرکز لښکرګاه ته راکډه شوي دي.
د دغو بې ځایه شوو يوه ماشومه حسینه نومېږي چې په مارجه کې د ښوونځي زده کوونکې وه، خو اوس چې له خپلې مېنې بې ځایه شوې تر اوسه ښوونځي ته نه ده تللې. نوموړې اوس مهال په لښکرګاه کې دې ته انتظار باسي چې پلار يې د نېش وهلو له فصل راستون شي او هغه ښوونځي ته شامله کړي: ((په کلي کې مو ښوونځی و، ورتلمه خو دلته نه یم تللې، ځکه پلار مې نېش وهلو ته تللی، نه پوهیږم چې ښوونځي کې مې شاملوي او که نه؟))
د هلمند يوه اوسېدونکې مېرمن پلوشه وايي، په دغه ولایت کې د سختو جګړه له کبله نه شي کولای ماشومان ښوونځیو ته ولېږي: ((په هلمند کې مو ډیرې ستونزې ولیدې، له جګړو نور ستړي شوي یو، کله چې ماشومان ښوونځي ته شامل کړو، بیا جګړې پیل شي او بېرته خپلې سيمې رانه پاتې شي.))
په هلمند کې يوازې جګړې نه دي چې د نجونو د ښوونې او روزنې مخه نيسي، بلکې يو شمېر يې د ناوړه دودونو ښکار شوې دي او ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي.
اجمل خان ۶ میاشتې کېږي چې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته راغلی دی، هغه د نجونو د زدهکړې او د خپلې کډوالۍ په اړه وايي: ((دا څو میاشتې کېږي چې له مارجې دلته راکډه شوي یو، لومړی مو د سرپناه ستونزه وه اوس مو یو کور پیدا کړ، خو له ماشومانو مو بیخي ښوونځی پاتې دی، له نجونو خو هسې هم پاتې و، ځکه مشران مو هغوی ته د زده کړو اجازه نه ورکوي اوس مو هلکان هم بې تعلیمه ګرځي، ځکه د کال نیمایې کې یې نه نیسي.))
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې په ۱۳۹۵ کال کې په هلمند کې ۱۴زره او ۷۸۴ کورنۍ بې ځایه شوې.
کندوز
د نورو ولایتونو تر څنګ په کندوز کې هم د جګړو او د دغه ولایت په مرکز د حکومت د وسله والو مخالفينو د بريدونو له کبله د نجونو زده کړې ټکنۍ شوې دي.
قمرګله د همدې نجونو له ډلې ده چې په کندوز کې د جګړو له کبله ترې زده کړې پاتې شوې او اوس مهال اړ شوې، بلخ ولایت ته کډه يوسي. نوموړې وايي، وېرېږي چې د زده کړو ارمان يې هسې نه پوره نه شي: ((باور وکړﺉ، دومره له جنګه ستړي یو چې کله کله فکر کوم، خپلو هیلو ته به ونه رسېږم، تعلیم رانه پاتې دی، ځکه په کور کې په کافي اندازه د خوړو توکي نه لرو، نو موږ به زده کړې څه ډول وکړو؟))
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار وایي، د کندوز د دویم ځلي سقوط او د جګړې د سختېدو له کبله په ۱۳۹۵ لمريز کال کې ۱۷ زره او ۲۱۹ کورنۍ بې ځایه شوې وې چې له ډلې یې ۹ زره کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي، خو پاتې يې تر دې مهاله له خپلو مېنو لرې په سختۍ ژوند تېروي.
هرات
په هرات کې هم د کورنیو بې ځایه شوو شمېر شاخوا ۳ زره کورنیو ته رسېږي چې نجونې يې له زده کړو بې برخې دي. جمیله د هرات له شینډنډ ولسوالۍ بې ځایه شوې او اوس د هرات په ښار کې ژوند کوي. هغه وایي درې ماشومان لري چې باید ښوونځیو ته لاړ شي، خو د پوهنې ریاست ورسره مرسته نه ده کړې چــې د دویــم ځل لپــاره خـــپلــو درسونو ته دوام ورکړي: ((زه خو نوره هکه پکه پاتې یم، دا مې درېیم ځل دی چې د پوهنې ریاست ته عریضه کوم، راته وایي چې ولې دومره ژر ژر له یوې سیمې بلې ته ځئ خو څنګه وکړو هلته جنګ زیات و.))
نوموړې زياتوي، د ژوند اقتصادي ستونزې تېرولای شي، خو دا نه شي زغملای چې اولادونه یې دې له زده کړو لرې وي: ((باور وکړﺉ ډیرې سختۍ مې تېرې کړې، خو که سبا ورځ مې اولادونه داعش یا د طالبانو لیکو ته ورشي، بیا به څه خاورې په سر بادوم، له تاسو غواړم چې د پوهنې له وزارت سره خبرې وکړﺉ، څو مې اولادونه بیا په ښوونځي کې شامل کړم.))
هغه له حکومتي چارواکو غواړي چې ژر تر ژره یې دې ستونزې ته حللاره ومومي. په همدې حال کې د هرات د کډوالو چارو ریاست مشر جاوید ندیم وایي چې تر اوسه پورې دوی ته د ماشومانو د دویم ځلي زده کړو په بهیر کې د خنډ پیدا کېدلو په تړاو کومه ستونزه نه ده رسېدلې، خو زیاتوي: ((د ځینو کسانو د دویم ځلي زده کړو د دوام موضوع ځکه اندیښنې راپارولې او دوی په ښوونځیو کې نه دي جذب شوې، چې د تابعیت تذکرې نه لري، اوس موږ او یو شمیر نورې ادارې هڅه کوو چې ژر تر ژره دوی ته د تابعیت تذکرې ووېشو.))
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په هرات ولایت کې ۷۶زره کورنۍ بې ځایه شوې وې.
ننګرهار
په ننګرهار کې هم د داعش ډلې د وروستیو فعالیتونو له کبله ګڼې کورنۍ بې ځایه شوې او ښار ته کډه شوې دي.
دوی ددې تر څنګ چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، ماشومان يې زده کړو ته لاسرسی نه لري.
پروانه هغه ۴۰ کلنه مور ده چې له خپلې کورنۍ سره له اچین ولسوالۍ جلال اباد ښار ته کډواله شوې: ((هلته هره ورځ داعش وحشت کاوه، نو ځکه اړ شوو ښار ته راشو، خو دلته د هېڅ شي مرسته راسره نه ده شوې ان په ښوونځیو کې مو د ماشومانو دویم ځل شاملېدل پاتې شول، لوڼې مې هم غواړي، درس ووایي، خو په ښوونځیو کې یې نه نیسي.))
اخوا بیا د ننګرهار د پوهنې رييس وايي، دوی ټولو هغو کډوالو ته چې د ښو ونځيو قانوني اسناد ولري، پرته له کومې ستونزې د زده کړو زمينه برابره کړې: ((هغه کسان چې تحصیلي اسناد ونه لري کومه ستونزه نشته، خو هغه کسان چې پرته له سه پارچو راغلي، درې میاشتې درس ورکول کېږي، وروسته له ازموینې ښو ونځیو ته جذبېږي.))
فارياب
د فارياب ولایت زده کوونکې نجونې هم له دې ستونزې کړېږي، دوی وايي کله چې له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شي، ژر په ښوونځیو کې داخله نه ورکول کېږي او وخت يې ضایع کېږي.
مېرمن قمر حیدري په فاریاب ولایت کې د جګړو له کبله له خپلې کورنۍ سره بلخ ولایت ته کډه شوې: ((موږ له کډوالۍ په تنګ راغلي یو، که دا لوړپوړي چارواکي راسره مرسته وکړي، نو ښه به وي، کنه لوڼې او زامن به مې د سواد له نعمته لرې پاتې وي.))
د کــډوالــو نجــونــو د زده کړې ستـونــزه هــغه وخت نوره هم لويېږي چې د دوی کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ شي. هغه وخت نو یوازې تمرکز د اقتصادي ستونزو په لرې کولو وي او د نجونو زده کړو ته د چام پام نه وي.
اوس پوښتنه دا ده چې د کورنیو بې ځایه شوو او له بهره د راستنو شوو کډوالو د ماشومانو زده کړو ته حکــومــت او نــړیــوالو مرستندويانو څومره پام کړی دی؟
چارواکي وايي، دې ستونزې ته يې پام کړی او په ټوليز ډول له بې ځایه شوو او کډوالو سره د نړیوالې ټولنې مرستې هم دوام لري، خو ستونزه داده چې د بې ځایه شوو کورنیو شمېر ورځ په ورځ په زياتېدو دی او نور دغه مرستې هغه ډول نه ورته رسېږي چې پخوا ورکول کېدې.
له بل لوري د پوهنې وزارت چارواکي وايي، تر خپله وسه هڅه کوي چې د بې ځایه شوو کورنیو ماشومانو ته هم د زدهکړو زمينه برابره کړي او په یو شمېر سيمو کې يې دغه کار کړی هم دی.


