ads

پاكستان کې د ځينو رسنيو د بندېدو غوښتنه شوې

د پاکستان د کورنيو چارو وزير وروسته له هغې د يو شمېر رسنيو د بندېدو او د ځينو خبريالانو د نيولو غوښتنه کړې، چې له څه مودې راهيسې يې پر پوځ نيوکې زياتې کړې دي.

نویسنده: sarwan
25 غویی 1396
پاكستان کې د ځينو رسنيو د بندېدو غوښتنه شوې

د پاکستان د کورنيو چارو وزير وروسته له هغې د يو شمېر رسنيو د بندېدو او د ځينو خبريالانو د نيولو غوښتنه کړې، چې له څه مودې راهيسې يې پر پوځ نيوکې زياتې کړې دي.
چودري نثار علي خان وايي، د پاکستان د پوځ په اړه د قانون له مخې رسنۍ حق نه لري، چې نيوکې ورباندې وکړي.
د هغه په وينا، وسله وال پوځ يې تل د هېواد د ساتنې لپاره سرونه قربان کړي، چې بايد نيوکې پرې ونه شي.
په پاکستان کې پر رسنيو دا نوى سانسور په داسې حال کې لګول کېږي، چې تر دې وړاندې منتقدينو پر حکومت تور پورې کړى، چې د بيان ازادي يې تر پښو لاندې کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA