د پوليو په ضد د روان کال پسرلنى دويم سراسري کمپاين نن د هېواد په ټولو ولايتونو کې پيل شو، چې په ترڅ کې به يې شاوخوا ۹ اعشاريه ۵ ميليونه ماشومان واکسين شي.
د عامې روغتيا وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کمپاين به د يونيسف او روغتيا نړيوالې ادارې په مالي او تخنيکي مرسته د درېيو ورځو لپاره دوام ولري.
د سرچينې په خبره، د دې کمپاين له لارې به له پنځو كلونو څخه د لږ عمر شاوخوا ۹ اعشاريه ۵ ميليونه ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسين او همدارنګه د دوو او پنځو کلونو ترمنځ ۵ اعشاريه ۷ ميليونه ماشومانو ته د چينجيو ضد ګولۍ ورکړل شي.
د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز د دغه کمپاين پر اهميت ټينګار کړى او ويلي يې دي، چې د پوليو د ډېر خپرېدو موسم پيل شوى او بايد تر پنځو کلونو لاندې هر ماشوم ته هر ځل د پوليو ضد واکسين دوه څاڅکي ورکړل شي.
ياد کمپاين د څه باندې ۶۷ زرو روزل شويو روغتيايي کار کوونکو له لوري پر مخ وړل كېږي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د روان ميلادي کال له پيله تر دې مهاله د ګوزڼ ناروغۍ درې پېښې په کندهار، هلمند او کندوز ولايتونو کې ثبت شوې دي.


