د ننګرهار ولایتي چارواکي د دولتي ځمکې د غصب مخنیوي په مسله کې پخواني مسوولین پاتې بولي او د یوې نوې کړنلارې د پیل خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې د غصب مخنیوي کې پخواني چارواکي پاتې راغلي وو او د هغوی تجربو ته په کتو یې دا ځل د غصب مخنیوي لپاره نوی او باصلاحیته کمېسيون جوړی کړی دی.
نوموړی وایي، له ګڼو ملکي او نظامي ادارو سره یې په دې کار کړی، چې دا ځل د غصب مخنیوي کمپاین څنګه بریالی او خپلې موخې ته ورسېږي.
د والي ویاند دا مني چې ځینې غاصبین د اړیکو او نورو لارو څخه برات شوي او قانون پرې نه دی عملي شوی.
ولایتي چارواکي داځل د غصب د مخنیوي د نوې کړنلارې خبر په داسې حال کې ورکوي، چې له دې څو ځلې وړاندې هم چارواکو ګرمې وعدې ورکړې، خو د وخت په تېرېدو سره یې بیا هېرې شوې دي.


