ads

ننګرهاريان: د پارلمان ځينو وکيلانو غير مسووله وسله والې ډلې جوړې کړي

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په ملي شورا کې د دغه ولایت ګڼو استازو د غیر مسوله وسله والو ډلې جوړې کړي او د ښار امنیت یې ورسره خراب کړی دی.

نویسنده: sarwan
25 غویی 1396
ننګرهاريان: د پارلمان ځينو وکيلانو غير مسووله وسله والې ډلې جوړې کړي

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په ملي شورا کې د دغه ولایت ګڼو استازو د غیر مسوله وسله والو ډلې جوړې کړي او د ښار امنیت یې ورسره خراب کړی دی.
دوی وایي، ډېری کسان چې وکیلانو پورې مربوط وي، په تورو ښیښو موټرو کې په ښار او ولسوالیو کې له درنو او سپکو وسلو سره ګرځي خو هېڅوک یې د مخنیوي نشته.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي محمد انعام کليد ته وویل، چې ډېری د پارلمان وکیلانو د خپلو ساتونکو او نورو بېلابېلو نومونو باندې د غیر مسووله وسله والو ډلې جوړې کړې دي، چې هېڅ یې د حکومت له وسله والو سره توپیر نه کېږي.
نوموړی وایي، دغه کسان په ډېرو وارنکاره کړنو کې د لاس درلودلو سربېره په ښار او ولسوالیو کې سرې سترګې ګرځي خو ولایتي او امنیتي چارواکي ورته لاس تر زنې ناست دي.
خو د ننګرهار ولایتي چارواکي دا مني، چې یو شمېر کسان لا هم په تورو ښیښو موټرو کې له غیر قانوني وسلو سره ګرځي، خو دوی وایي، د نیولو هڅې یې روانې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، دوی له بهرنیو او ګډ افغان ځواکونو سره په نوي پلان کار پیل کړی ترڅو هغه کسان چې قانون نه مراعتوي پر وړاندې یې جدي غبرګون وښودل شي.
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د غیر مسووله وسله والو له شتونه او غیر قانونۍ څخه شکایت کوي، چې په ځلونه ځلونه د دغه ډول کړنو د مخنیوي ویل شوي او بیا یې د عملي اقدام هېڅ څرک نه معلومېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA