ads

غزني کې د پولیو يا ګوزڼ ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شو

په غزني کې تر پنځه کلنۍ د کم عمر لرونکو ماشومانو ته نن د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شو، چې تر څنګ به یې لسګونه زره ماشومانو ته د چنجیو ضد ګولۍ هم ورکړل شي.

نویسنده: sarwan
25 غویی 1396
غزني کې د پولیو يا ګوزڼ ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شو

په غزني کې تر پنځه کلنۍ د کم عمر لرونکو ماشومانو ته نن د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شو، چې تر څنګ به یې لسګونه زره ماشومانو ته د چنجیو ضد ګولۍ هم ورکړل شي.
د غزني ولایت د عامې روغتیا د ریاست مشر ډاکټر ظاهرشاه نېکمل، په دې ولایت کې د ګوزڼ ضد واکسین پیل غونډې ته خبرو کې له ولسونو غوښتنه وکړه، چې په دغه کمپاین کې د عامې روغتیا له رضاکارانو سره مرسته وکړي، څو هېڅ ماشوم له دغه واکسین څخه بې برخې پاتې نه شي.
نوموړي زیاته کړه د دغه کمپاین په اوږدو کې به د غزني په مرکز او ۱۸ ولسوالیو کې شاوخوا څه باندې درې نيم سوه زره ماشومانو ته د پولیو واکسین او شاوخوا اووه ويشت زره ماشومانو ته د چنجیو ضد ګولۍ ورکړل شي.
نېکمل وایي، په غزني کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین پر وړاندې هېڅ راز ننګونه نشته، خو د دغه کمپاین په ترسره کولو کي یې د دې ولایت له نورو دولتي ارګانونو د بې غورۍ او له نه همکارۍ سخته نیوکه وکړه.(( ولسمشر د والیانو په ګډون ټولو دولتي ارګانونو ته دنده سپارلې، چې د پولیو په کمپاین او تطبیق کې موږ سره مرسته وکړي، خو له بده مرغه هېڅ دولتي ارګان دا همکاري نه ده کړې.))
د یادونې وړ ده، چې دا د روان ۱۳۹۶ کال له پیل راهیسې په غزني ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین درېیم کمپاین دی، چې ترسره کېږي او د چارواکو په وینا له تېرو درېیو کلونو راهیسې په دې ولایت کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA