ads

د شپږيزه ليګ لوبډلې وپېرل شوې

د افغانستان د کورني کرکټ په تاريخ کې په لومړي ځل د شپږيزه کرکټ ليګ لوبډلې د داوطلبۍ له لارې په لوړه بيه وپلورل شوې.

نویسنده: sarwan
25 غویی 1396
د شپږيزه ليګ لوبډلې وپېرل شوې

د افغانستان د کورني کرکټ په تاريخ کې په لومړي ځل د شپږيزه کرکټ ليګ لوبډلې د داوطلبۍ له لارې په لوړه بيه وپلورل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ د شپږيزه ليګ د پنځم پړاو شپږ ګډون کوونکې لوبډلې داوطلبۍ ته وړاندې کړې، چې په خورا لوړ ارزښت د افغانستان د ملي او نړيوالو سوداګرو له لوري وپېرل شوې.
د داوطلبۍ په مراسمو کې د ګډون لپاره ګڼ شمېر ملي او نړيوالو شرکتونو لېوالتيا ښودلې وه، چې له ډلې يې ۲۵ ملي او نړيوالو شرکتونو په غونډه کې ګډون وکړ.
په داوطلبۍ كې د کابل بازانو لوبډله د جنرال پټروليم شرکت لخوا په ۸۹۰۰۰ امريکايي ډالره، د سپين غر زمريانو لوبډله د مسلميار ګروپ لخوا په ۶۹۰۰۰ امريکايي ډالره، د بند امير ښامارانو لوبډله د پاراګون تجارتي ګروپ له لوري په ۱۵۰۰۰۰ امريکايي ډالره، د بوست ساتونکو لوبډله د عارف عظيم ګروپ له لوري په ۸۰۰۰۰ امريکايي ډالره، د آمو نهنګانو لوبډله د المصافي شرکت له خوا په ۱۱۰۰۰۰ امريکايي ډالره او د مس عينک اتلانو لوبډله د وزيرزي ګروپ له خوا په ۹۰۰۰۰ امريکايي ډالره وپېرل شوه.
د غونډې په پاى كې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه او د لوبډلو د امتياز اخيستونکو شرکتونو ترمنځ د لوبډلو د امتياز درې کلن هوکړه ليک لاسليک شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA