جمهور رئيس غني په هېواد كې د له لاسه وتونكو عوايدو پر مخنيوي ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د هېواد ټول بندرونه اصلاح ته اړتيا لري او د هغو ژمنو له مخې، چې د بروکسل په کنفرانس کې وشوې، د هېواد ټول څوارلس بندرونه بايد په يوه واضح چوکاټ کې مديريت شي، ترڅو د له لاسه وتونكو عوايدو مخه ونيول شي.