جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د هېواد ټول بندرونه اصلاح ته اړتيا لري او د هغو ژمنو له مخې، چې د بروکسل په کنفرانس کې وشوې، د هېواد ټول څوارلس بندرونه بايد په يوه واضح چوکاټ کې مديريت شي، ترڅو د له لاسه وتونكو عوايدو مخه ونيول شي.
هغه دا څرګندونې پرون په ارګ كې د ده په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا جوړه شوې غونډه كې وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې د هېواد بندرونه بايد تر يو مشخص پلان لاندې راشي او د خپلسرې توسعې مخه دې يې ونيول شي.
نوموړي ټينګار وکړ، چې افغانستان بايد پر خپلو بندرونو د تمرکز له مخې د ازادې سوداګرۍ په مرکز بدل شي، ترڅو سيمه ييزه پانګونه جلب کړي.
جمهور رئيس غني دې ته په اشارې سره، چې بايد د هېواد د بندرونو امنيت او توسعې ته زياته پاملرنه وشي وويل، د بندرونو امنيت مهم دى او هغه شکايتونه، چې سوداګر يې د مالونو د انتقال په لړ کې له اخاذيو څخه لري او همدارنګه د ټولو بندرونو ستونزې بايد په اساسي ډول حل شي.
د اقتصاد عالي شورا په غونډه كې له شېر خان بندره تر اسلام قلعه پورې د وسپنۍ پټلۍ ډيزاين او ساختمان، د کابل او کونړ پر سيندونو د برېښنا بندونو جوړېدو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وشوې.


