ads

جمهور رئيس غني: افغان مېرمنې د روانې تحميلي جګړې قربانيانې دي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، افغان ښځې په داسې حال كې د روانې تحميلي جګړې قربانيانې دي، چې هغوى د جګړې عاملانې نه، بلكې د جګړې شهيدانې، ټپيانې او كډوالې دي.

نویسنده: sarwan
25 غویی 1396
جمهور رئيس غني: افغان مېرمنې د روانې تحميلي جګړې قربانيانې دي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، افغان ښځې په داسې حال كې د روانې تحميلي جګړې قربانيانې دي، چې هغوى د جګړې عاملانې نه، بلكې د جګړې شهيدانې، ټپيانې او كډوالې دي.
نوموړي دا څرګندونې نن په ارګ كې “افغان مېرمنې د سولې راوستونكې” په نوم څلورم سمپوزيم ته په وينا كې وكړې.
جمهور رئيس غني زياته كړه، په افغاني فرهنګ كې هغه ادبيات، چې ښځو ايجاد کړي، د تاوتريخوالي سخت مخالفت پكې شوى دى.
د هغه په وينا، د سولې لپاره د ښځو اقدامات په دې دليل هم ډېر طبيعي او لازمې ښکاري، چې ښځې په فطري او تاريخي لحاظ د سولې او ژوند خدمتګارانې او مدافعانې دي.
د هېواد جمهور رئيس وويل، د ښځو د حقونو په برخه کې تر هغه څه شاته پاتې دي، چې د اساسي قانون غوښتنه ده.
د جمهور رئيس غني په خبره، په تېرو پنځلسو كلونو كې چې افغان مېرمنو کومې کاميابۍ ترلاسه کړي، تر ټولو لوى علت يې هغه فرصت دى، چې د اساسي قانون په برکت دوى ته برابر شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې “افغان مېرمنې د سولې راوستونكې” په نوم څلورم سمپوزيم ته د كابينې يو شمېر وزيرانو، د هلمند والي او يو شمېر نورو كسانو هم ويناوې وكړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA