ads

اسټراليا غير قانوني كډوالو سره مرستې بندې کړې

د اسټراليا فډرالي حکومت پرېکړه کړې، چې دغه هېواد ته د اوښتو غير قانوني کډوالو لپاره بېلې شوې مرستې د سپما په هدف بندې کړي.

نویسنده: sarwan
25 غویی 1396
اسټراليا غير قانوني كډوالو سره مرستې بندې کړې

د اسټراليا فډرالي حکومت پرېکړه کړې، چې دغه هېواد ته د اوښتو غير قانوني کډوالو لپاره بېلې شوې مرستې د سپما په هدف بندې کړي.
اسټراليايي رسنيو نن د چارواکو له قوله ويلي، چې اسټراليا به په دې سپما سره په کال کې پنځوس ميليونه ډالره اقتصادي ګټه وکړي.
يادې پيسې په هغو دوه زره کډوالو قطع کېږي، چې په وړو کښتيو کې په غير قانوني توګه په ۲۰۱۲ کال کې دغه هېواد ته اوښتي او دا مهال په کمپونو کې اوسېږي.
د اسټراليا د کډوالو چارو ادارې غوښتنه کړې، چې غير قانوني کډوال دې خپلو هېوادونو ته واستول شي.
له تېرو لسو کلونو راهيسې اروپايي هېوادونو او اسټراليا ته لسګونه زره کسانو د ور اوښتو هڅه کړې، چې سلګونو تنو يې هدف ته د رسېدو په لاره كې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA