ads

پكتيا كې د ملا هبت الله او ملا منصور ډلو ترمنځ نښته شوې

د وسله والو طالبانو د ملا هبت الله او ملا رسول ډلو ترمنځ نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
24 غویی 1396
پكتيا كې د ملا هبت الله او ملا منصور ډلو ترمنځ نښته شوې

د وسله والو طالبانو د ملا هبت الله او ملا رسول ډلو ترمنځ نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ياده پېښه د ګردېز اړوند په رباط سيمه کې رامنځته شوې او د ملا هبت الله ډلې وياند ذبيح الله مجاهـد ادعا کوي، چې د ملا رسول د ډلې د مشر قوماندان سمود په ګـډون يې ۶ تنه وژلي او ۴ نور يې ټپيان کـړي دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالی عبدياني پېښه تاييدوي او زياتوي، چې په ياده سيمه کې د دواړو ډلو ترمنځ نن سهار وسله واله نښته شوې ده.
د هغه په خبره، په دې نښته كې اتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر دې وړاندې هم په ياده سيمه کې د دغو دوو ډلو ترمنځ ستونزې او اخ و ډب رامنځته شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA