د ننګرهار چارواکي وايي، د امنيې قومندانۍ منسوبينو يې په دغه ولايت کې يو ځانمرګی بريدګر موخې ته له رسېدو وړاندې نيولی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياني کليد ته وويل، يوه ځانمرګي بريد ګر، چې غوښتل يې د امنيې قوماندانۍ پوليسو باندې ځانمرګی بريد ترسره کړي، موخې ته تر رسېدو وړاندې امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د جندر ما پل سره ژوندی ونيول شو.
د والي وياند زياته کړه چې د نيول شوي ځانمرګي بريدګر له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ د انجينرۍ ډلې له لورې خنثی کړای شوی دی او بريدګر د مګړۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پوليسو سره تر نورو څېړنو لاندې دی .
تراوسه کومې وسله والې ډلې د خپل نيول شوي کس په اړه رسنيو څه نه دي ويلي .


