ads

ننګرهار كې د پوليو ضد واکسين كمپاين شو

د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، لا هم ورڅخه د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې شاوخوا ۷ زره ماشومان د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين څخه بې برخې پاتې کېږي.

نویسنده: sarwan
24 غویی 1396
ننګرهار كې د پوليو ضد واکسين كمپاين شو

د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، لا هم ورڅخه د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې شاوخوا ۷ زره ماشومان د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين څخه بې برخې پاتې کېږي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس نجيب الله کامه وال نن په دغه ولايت کې د پوليو ضد واکسين د درې ورځني کمپاين د پرانيستې په مهال وويل، چې په دا ځل کمپاين کې به د ۷ لکو په شاوخوا کې له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد دوه څاڅکي واکسين وركړل شي.
نوموړي زياته كړه، دا ځل به پر پوليو ضد څاڅکو سربېره له دوه کلونو څخه پورته عمر لرونکو ماشومانو ته د چينجيو لپاره ګولۍ هم ورکړي.
د كامه وال په خبره، لا هم ورڅخه په اچين، هسکه مېنه، نازيان او پچيراګام ولسواليو کې شاوخوا ۷ زره ماشومان له واکسينه بې برخې پاتې کېږي.
د ننګرهار روغتيايي چارواکي په داسې حال کې د پوليو ضد کمپاين د پرانيستلو خبر ورکوي، چې د يو شمېر عامو ولسونو په وينا، لا هم د دغه ولايت په امن سيمو کې ياد کمپاين په ښه ډول نه تطبيق کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA