ads

لغمان کې د هاوان مرمۍ د يوه کور ۵ ماشومان وژلي

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو له لوري پر ملکي کورونو د لګېدلي هاوان مرمۍ له کبله ۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
24 غویی 1396
لغمان کې د هاوان مرمۍ د يوه کور ۵ ماشومان وژلي

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو له لوري پر ملکي کورونو د لګېدلي هاوان مرمۍ له کبله ۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د مرکز اړوند د عمرزیو په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان یوه را توغول شوې، چې په پايله کې يې د یوه کور ۵ ماشومان وژل او ۲ تنه نور یې ټپیان دي.
نوموړی وایي، په دغه پېښه کې ټپي شوي ماشومان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو ډېر کله د ورته بریدونو له کبله ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA