د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې نن سهار لسګونو کسانو لاريون وکړ او د څو ساعتونو لپاره يې د کابل – جلال اباد لويه لار د مسافرو پر مخ تړلې وه.
لاريون کوونکو د سره رود ولسوالۍ د سبزاباد په سيمه کې د يو تن وکيل ګذر د ګومارنې په غبرګون کې لاس په لاريون پورې کړى و.
بلخوا د سره رود مرستيال ولسوال عبدالواسع انتظار کليد ته وويل، چې لاريون تر څو ساعتونو وروسته پاى ته رسېدلى او د لاريون کوونکو غوښتنې به د ولايت مقام سره شريکې كړي.
انتظار زياته كړه، چې لاريون کوونکو د وکيل ګذر د ګومارنې لپاره ترسره شوو ټاکنو کې د درغلۍ كولو ادعا او د بيا ځلي ټاکنو غوښتنه يې کوله.
د کابل- جلال اباد لويه لار د څو ساعتونو لپاره په داسې حال کې د لاريون کوونکو له خوا د مسافرو پر مخ وتړل شوه، چې تر دې وړاندې هم په همدغه سيمه کې د ننګرهار پوهنتون د محصلينو له لوري څو، څو ځله ياده لار د مسافرو پر مخ تړل شوې ده.


