د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې د مقناطيسي ماين چاودنه شوې خو د مرګ ژوبلې په هکله يې دقيق معلومات نشته.
چاودنه د ماښام د اوو بجو په شاوخوا کې د پل سوخته او کوټ سنګي ترمنځ درمان روغتون ته څېرمه شوې.
عيني شاهدانو ويلي چې يو مقناطيسي ماين د پوليسو رنجر موټر پورې نښلول شوی و چې له کبله يې چاودنه رامنځته شوه.
امنيتي چارواکو پېښه تأييد کړې خو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه وايي . د پېښې مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

