د کابل ښار په يوه ښوونځي کې ۵۰ تنه نجونې مسمومې شوې دي

د پوهنې وزارت د کابل ښار په دهبوري سيمه کې د شاوخوا ۵۰ زده کوونکو د مسموميت خبر ورکړی دی.
د پوهنې وزارت د خپرونو رئيس محمد کبير حقمل وويل، چې ياده پېښه نن سهار د نهه نيمو بجو په شاوخوا کې د دويم نمبر قلعه وزير د نجونو په لېسه کې رامنځته شوې ده.