د پوهنې وزارت د کابل ښار په دهبوري سيمه کې د شاوخوا ۵۰ زده کوونکو د مسموميت خبر ورکړی دی.
د پوهنې وزارت د خپرونو رئيس محمد کبير حقمل وويل، چې ياده پېښه نن سهار د نهه نيمو بجو په شاوخوا کې د دويم نمبر قلعه وزير د نجونو په لېسه کې رامنځته شوې ده.
حقمل زياته کړه چې مسمومې شوې نجونې روغتون ته رسول شوې دي، چې يو شمېر يې له درملنې وروسته رخصت شوې.
د حقمل په وينا د وزارت لومړني معلومات څرګندوي، چې دغه زده کوونکې د ښوونځي شاوخوا ونو کې د درمل پاشلو په سبب مسمومې شوې دي.
اخوا د ياد ښونځي يوه ښوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي کليد ته وويل، چې نن د اوه نيمو بجو په شاوخوا کې يې په ټولګيو کې د ننه يو ډول تريخ بوی محسوس کړی دی.
يادې سرچينې وويل، چې د بوی له محسوسېدو سره سم زده کوونکو ته وويل شول چې کورونو ته لاړ شي او ښوونځی هم رخصت شو.
د استقلال روغتون رييس داکتر صابر نصيب هم وويل، شاوخوا ٣٨ زده کوونکې روغتون ته ور لېږدول شوې دي.
نوموړي د مسموميت لامل څرګند نه کړ، خو وايي چې په دې برخه کې د روغتيايي ډلې څېړنې دوام لري.
تر اوسه هېڅ کومې ډلې ددغې پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.


