د ننګرهار له مركزي زندانه د ۳ مېرمنو په ګډون ۳۲ تنه بنديان خوشې شول

د ننګرهار د مرکزي زندان مسوولين وايي، د جمهور رئيس د ځانګړي فرمان له مخې يې له دغه محبس څخه د درېيو مېرمنو په ګډون ۳۲ تنه بنديان خوشې کړل.