د ننګرهار د مرکزي زندان مسوولين وايي، د جمهور رئيس د ځانګړي فرمان له مخې يې له دغه محبس څخه د درېيو مېرمنو په ګډون ۳۲ تنه بنديان خوشې کړل.
د ننګرهار محبس عمومي مدير مير حضرت ستانکزي کليد ته وويل، ياد بنديان د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت د جمهور رئيس د ۲۵۹مې ګڼې فرمان له مخې ازاد شول، چې له ډلې يې درې مېرمنې او ۲۹ نارينه وو.
د هغه په خبره، د خوشې شوو بنديانو دوسيې لومړى د ګډ ټاکل شوي کمېسيون له لوري وڅېړل شوې او وروسته د درېيو مېرمنو په ګډون ۳۲ تنه هغه بنديان، چې د جنايي جرمونو له مخې بنديان شوي وو، له محبس څخه ازاد او خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
د ننګرهار محبس د مسوولينو په خبره، اوس مهال په دغه زندان کې د ۲۵ مېرمنو په ګډون ۱۶۰۰ بنديان د خپل بند شپې او ورځې تېروي.


