د امريکا په ځينو ښارونو کې د هدفي وژنو په ترڅ کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پوليسو ويلي، چې يو وسله وال کس په ارکنساس ايالت کې په ډزو درې کسان وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
ځانګړو ځواکونو بريد کوونکى هم وژلى دى.
دغه راز په ماساچوسيتس ايالت کې د ډزو په نتيجه کې يو کس وژل شوى او همدا راز په شيکاګو ايالت کې په يوه بله پېښه کې پنځه کسان ټپيان شوي دي.
په ورته مهال په جورجيا او کليفورنيا ايالتونو کې هم بېلابېلې پېښې رامنځته شوي، چې په پايله کې يې يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د پوليسو په وينا، په فلوريډا ايالت کې هم درې کسان وژل شوي، چې تراوسه يې علت معلوم نه دى.
په امريکا کې ډېر کله د تور پوستو او سپين پوستو امريکايانو ترمنځ نژادي شخړې رامنځته کېږي، چې د ياد هېواد اوسېدونكي يې اندېښمن کړي دي.


