ads

خلک: مرکزي حکومت ننګرهار سره د مور او میرې چلند کوي

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي، د ملي او ولایتي شورا غړي او مدني فعالان پر مرکزي ادارې نیوکه کوي، چې تل یې له ختیځ او په ځانګړي ډول ننګرهار سره د مور او ميرې چلند کړی او په دغه برخه کې د دوی پر غوښتنو سربېره هم ورته هېڅ پاملرنه نه کېږي.

نویسنده: sarwan
24 غویی 1396
خلک: مرکزي حکومت ننګرهار سره د مور او میرې چلند کوي

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي، د ملي او ولایتي شورا غړي او مدني فعالان پر مرکزي ادارې نیوکه کوي، چې تل یې له ختیځ او په ځانګړي ډول ننګرهار سره د مور او ميرې چلند کړی او په دغه برخه کې د دوی پر غوښتنو سربېره هم ورته هېڅ پاملرنه نه کېږي.
دوی نیوکه کوي، چې په ګڼو ولایتونو کې هوایي ډګرونه جوړشوي او په ځینو کې یې د جوړېدو چارې پیل شوي، خو ننګرهار چې خپل هوایي ډګر لري هغه ترې نظامي شوی او د بل هوایي ډګر د جوړېدو تر اوسه هېڅ څرک نه دی معلوم.
ولسونه وايي، اوس د ختیځې سیمې اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای، چې په تنګ وخت کې کابل او بیا له کابله نورو ځایونو ته ولاړ شي.
مدني فعالان زیاتوي، که چېرته روان کال هم مرکزي حکومت ننګرهار کې شته هوایي ډګر څخه ملکي الوتنې پیل نه کړي او یا هم د نوي ډګر د جوړېدو عملي چارې پیل نه شي، نو دوی به یې پر وړاندې سخت اعتراضونه وکړي.
خو د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د نوي هوایي ډګر د جوړېدو سیمه په ګوته شوې او ژر به یې عملي چارې پیل شي.
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د خوش کمبد سیمې اوسېدونکي محمد اصف له کلید سره په خبرو کې وویل، چې د ټول هېواد په کچه ختیځ د نورو سترو ستونزو سربېره هوایي ډګر ته ډېره ا ړتیا لري، خو دولت لا هم پټه خوله دی.
نوموړی وايي، په لویه کې جلال اباد د ختیځې سیمې د مرکزي ښار په نامه یادېږي او که چېرې د دې نظامي هډې پر ځای ملکي پروازونه شروع شي نو د خلکو امنيتي ستونزو د حل سره سره به د ختیځې سیمې خلکو ته د سفر اسانتیاوې هم برابرې شي: (( موږ ننګرهاریان هوایي میدان ته ډېره اړتیا لرو، حکومت دې دروغ نه وایي او عملي کارونه دې شروع کړي، ننګرهار د ټول هېواد تر ټولو ستر عاید لرونکی ولایت دی.))
په همدې حال کې بیا د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی او مدني فعال عدنان وایي، له شته هوایي ډګر څخه بهرني او افغان ځواکونه کار اخلي، خو د ملکي خلکو لپاره له تېرو څو کلونو راهیسې بند دی او په دغه برخه کې هېڅوک خپل غږ نه پورته کوي.
عدنان زیاتوي، هر کال سعودي عربستان د حج لپاره تلونکي حاجیان په یخه هوا کې مرکز کې پراته وي، خو یوه وکیل او استازي د دوی غږ پورته نه کړ: (( حکومت دې شته میدان کې ملکي الوتنې پیل کړي، هر وخت زموږ حاجیان او مسافر کابل کې یخ ته پراته وي)).
په ورته وخت کې بیا په ملي شورا کې د ننګرهار استازي حاجي حضرت علي له مرکزي دولت نه غوښتنه وکړه، تر هغې چې بل نوی ملکي هوایي ډګر جوړېږي، د ختیځو ولایتونو خلکو ته دې له شته میدان څخه د الوتنې اجازه ورکړل شي.
نوموړي په تنده لهجه وویل، نور نه شي کولای چې حاجیان او مسافر یې په کابل کې سړې هواته شپې سبا کړي.
هغه وایي: (( مرکزي حکومت تل موږ مشرقیوالو سره د مور او میرې چلند کړی دی، سږ کال به زموږ حاجیان حتما له ننګرهار څخه ځي نوره حوصله موږ ته نه ده را پاتې.))
خو د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د بل لوی هوایي ډګر د جوړېدو لومړنۍ چارې خلاصې شوي او ژر به یې د جوړونې عملي چارې پیل شي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې اوس مهال د ننګرهار په هوايي ډګر کې د بهرنیانو نظامي اډه موجوده ده، خو په ځیونو حالاتو کې ترې ملکي الوتنې هم کېږي.
هغه زیاتوي، د نوي هوایي ډګر د جوړېدو چارې به د روان کال په لومړیو میاشتو کې پيل شي او تمه ده چې ژر به د ولس په خدمت کې ورکړل شي: (( له اوسني هوایي ډګر نه نظامي ګټه اخیستل کېږي، کله نا کله ملکي الوتنې هم ترې کېږي، د نوي میدان لپاره سیمه په ګوته شوې او ژر به ورباندې کار پیل شي.))
د ننګرهار ګڼ شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د نوي هوایي ډګر د جوړېدو د چارو پیل او په زوړ ډګر کې د ملکي الوتنو د پروازونو د پیل غوښتنه کوي، چې د دې هوايي ډګر مخې ته د جلال اباد او تورخم لویه لاره هم تېره شوې ده، په دې لاره هره ورځ په زرګونو موټرې تګ راتګ کوي، چې کله ناکله د بهرنیانو له خوا دا لاره په ساعتونو ساعتونو بنده وي.
له دې وړاندې د ننګرهار یو شمېر سوداګرو هم غوښتنه کړې وه، چې له دغه هوايي ډګره دې ملکي پروازونه شروع شي، ترڅو د دوی په سوداګریزو چارو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA