وروسته له هغې، چې شمالي کوريا پرون يو بل تازه بالستيک توغندى وازمايه، د امريکا له سخت مخالفت سره مخ شوى دى.
د شمالي کوريا پوځي چارواکو ويلي، د منځني واټن ويشتونکى توغندى يې د کوريا ټاپو وزمه کې د جاپان په اوبو کې په برياليتوب ازمويلى، چې اووه سوه کيلو مټره فاصله کې هدف په نښه کولى شي.
امريکايي چارواکو د دغې ازموينې غندنه کړې او په ډاګه کړې يې ده، چې شمالي کوريا په سيمه کې د دوى د ګټو د امنيت لپاره يو ستر ګواښ پېښ کړى دى.
شمالي کوريا وروسته له هغې د منځني واټن ويشتونكي توغندي ازموينه ترسره کړه، چې پرون دغه هېواد له امريکا سره په مشروط ډول د خبرو لپاره چمتووالى وښود.
تر دې وړاندې امريکا ګواښ کړى و، چې که شمالي کوريا خپل اټومي پروګرام و نه دروي، نو ښايي پر دغه هېواد بريد وکړي.
په ورته مهال شمالي کوريا خبردارى ورکړى، چې هر ډول ګواښ به په اټومي بريد ځواب كړي.


