ads

پاکستان يو ميليون بې اسناده افغان کډوال ثبتوي

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه د اوسېدونکو شاوخوا يو ميليون افغان کډوالو د ثبتولو پرېکړه کړې ده.

نویسنده: sarwan
23 غویی 1396
پاکستان يو ميليون بې اسناده افغان کډوال ثبتوي

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه د اوسېدونکو شاوخوا يو ميليون افغان کډوالو د ثبتولو پرېکړه کړې ده.
د دغه هېواد د سرحدونو او کډوالو چارو وزير عبدالقادر بلوچ وايي، د پاکستان د نفوسو د ثبت ملي ادارې (NADRA) د کډوالو برخه کې د نوې پاليسۍ له مخې د افغان کډوالو د ثبت لپاره په ټول پاکستان کې پنځوس مرکزونه پرانيستي دي.
د بلوچ په خبره، د کډوالو د راجستر کولو د پرېکړې په تړاو يې له افغان حکومت سره اړيکه نيولې او افغان حکومت به د راجستر کولو بهير کې د مرستې لپاره پاکستان ته افغان استازي استوي، ترڅو د كډوالو د ثبت پروسه له نږدې وڅاري.
د پاكستان د سرحدونو او کډوالو چارو وزير ونه ويل، چې دقيقاً به څه وخت د افغان کډوالو د ثبت پروسه پيل شي.
د رپوټونو له مخې، اوس مهال په پاكستان كې شاوخوا درې ميليونه افغان کډوال ژوند كوي، چې ډېرى يې هلته د اوسېدو قانوني اسناد لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA