ads

پاكستان كې د پروني ځانمرګي بريد تلفات زيات شوي

د پاکستان د بلوچستان ايالت مرکز کويټې ښار کې د پروني ځانمرګي بريد د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

نویسنده: sarwan
23 غویی 1396
پاكستان كې د پروني ځانمرګي بريد تلفات زيات شوي

د پاکستان د بلوچستان ايالت مرکز کويټې ښار کې د پروني ځانمرګي بريد د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.
د جمعې په ورځ په کويټه کې د جميعت علماى اسلام ګوند د مخکښ غړي او د مشرانو جرګې د مرستيال مولانا عبدالغفور حيدري د موټرو پر کاروان چاودنه کې د ۲۵ کسانو د وژل کېدو او د څلوېښتو نورو د ټپي کېدو پخلى شوى و، خو روغتيايي چارواکو ويلي، چې د وژل شويو كسانو شمېر ۲۷ ته رسېدلى او د ټپيانو له څلوېښتو اوښتى دى.
د روغتيايي چارواکو په خبره، د مولانا غفور روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى، خو د يو شمېر نورو ټپيانو روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ بللى دى.
د ياد بريد مسوووليت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA