ads

هلمند کې د وسله ‌والو طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوی

د هلمند ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوى دى.

نویسنده: sarwan
23 غویی 1396
هلمند کې د وسله ‌والو طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوی

د هلمند ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوى دى.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، هغه هوايي عمليات، چې د افغان ځواکونو له خوا په موسى کلا ولسوالۍ کې ترسره شوي، په پايله کې يې د تورجان په نوم د وسله والو طالبانو هغه قوماندان وژل شوى، چې په ۱۳۹۴ کال كې يې په هلمند کې پر ښوراب پوځي اډه د بريد په مهال د ۱۵ ځانمرګو بريد كوونكو مشري کړې وه.
خبرپاڼه زياتوي، په دغه هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو اړوند څو عرادې موټر هم له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA